طالبانو له امریکا غوښتل چې ټاکنو کې د غني د بریا مخنیوی وکړي

0 88

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، طالبانو د قطر سولې خبرو جریان کې امریکايي مرکچیان اړ کړي وو چې د جمهوري ریاست ټاکنو کې د محمد اشرف غني د بریا جدي مخنیوی وکړي.

ورځپاڼه کاږي، طالبانو نه غوښتل له اشرف غني سره واک کې شریک شي.

د ورځپاڼې په خبره، د سولې خبرو جریان کې طالبانو جرات تر لاسه کړی دی او اوس غواړي ټاکنې ګډې وډې کړي.

ولسمشر غني هم څو ځله د خپلو خبرو پر مهال ویلي و چې د سیمې د هېوادونو مشکل له افغانستان سره نه دی، بلکې ماسره دی او نه غواړي زه واک کې پاتې شم.

Comments
Loading...