طالبانو روژې میاشت کې ۱۴۶ ملکیان وژلي دي

0 36

د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، وسله والو طالبانو د روژې په روانه مبارکه میاشت کې د خپلو بریدونو پر مهال ۱۴۶ ملکیان وژلي دي او ۴۳۰ يې ټپیان کړي.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړه کچه ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبانو دا ملکي وګړي د مخامخ نښتو، ماین چاودنو او موټر بم بریدونو پر مهال وژلي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې نښتو او د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

طالبانو بیا ویلي، دوی ملکیان نه دي په نښه کړي.

Comments
Loading...