طالبانو ته د امریکا نوي شرط ، د سولې خبرې ټکنۍ کړې

0 326

په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ مذاکرات له نویو اختلافونو او ستونزو سره مخ شوي دي. په قطر کې سرچینې وايي، امریکا د لنډمهال لپاره د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحه رد کړې او اوس له طالبانو د اوږدمهال لپاره د تاوتریخوالي د کچې کمولو غوښتنه کوي.
که څه هم طالبانو له توافق څخه مخکی د تاوتریخوالي کمولو او له اوو تر لسو ورځو پوری په اور بند سلا کړې وه، خو په دوحی کی سرچینی وایی چی امریکا د طالبانو دا وړاندیز نه دی منلی او زلمی خلیلزاد له طالبانو غوښتي چی د تاوتریخوالی د کمولو لپاره په اوړد مهاله اوربند توافق وکړي. دا هغه څه دي چی امریکا د هوکړې د لاسلیک لپاره د نوي شرط په توګه مطرح کړي دي.
په قطر کې یوه سرچینه وايي اوس خلیلزاد له خپلو پخوانیو وړاندیزو په شا شوی دی.
طالبانو ته نژدی سرچینی وایي چی په وروستیو ورځو کی په دوحه کی د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کی هیڅ راز پرمختګ نه دی شوی او د طالبانو استازي هم له دې خبرو خوښ نه دي.د سرچینو په وینا که چیری طالبان تاوتریخوالی د اوږد مهال لپاره ونه مني، امریکا به نوي شرطونه مطرح کړي.
که څه طالبانو او امریکا د تړون د لاسلیک په مراسمو خبرې کولې، خو د امریکا تازه شرط د دې لامل شو چی د تړون لاسلیکیدل و ځنډیږی.
طالبانو په خپل منځ کې نژدی یو میاشت په دی خبرې وکړې چی بالاخره په لنډ مهالی اوربند سلا شول، اوس امریکا نوی شرط وړاندی کړې، هغه څه چې د جګړې په ډګر کې پراته طالبان به یې په سختۍ ومني.
وکتل شي چې د امریکا او طالبانو دا خبرې به بیا هم دوام وکړي او که په ټبه به ودریږي.

Comments
Loading...