ضعیف: افغانشموله سوله هېواد ته ثبات راوستلی شي

0 66

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان کې د افغانستان سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، انحصاري حرکات او فکرونه په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، سرتاسري او هېواد ته ثبات راوړونکې سوله باید په بشپړ ډول افغانشموله وي.

د هغه په خبره، اسلامي نظام باید هر چاته لومړیتوب ولري.

نوموړی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امریکايي او طالب استازې د افغان سولې په اړه یوې هوکړې ته نژدې شوي دي.

Comments
Loading...