صالح داوړ ته: مونږ ټول له اټکه تر امو یو ولس یوو

0 88

جمهوري ریاست ټاکنو کې د محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پښتون ژغورنې غورځنګ د سیند د مستو څپو په څېر دی چې هېڅ مصنوعیت او جعلي اړخ نه لري.

هغه د محسن داوړ ټویټ رټویټ کړی او لیکلي يې دي چې مونږ ټول له اټکه تر امو یو خلک یوو.

د هغه په وینا، د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو په اړه خپله مینه او احساسات نه شي پټولای.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني هم د پي ټي ایم غږ څو څو ځله بدرګه کړی دی او دغه غورځنګ ته یې نیک احساسات ډالۍ کړې دي.

Comments
Loading...