صالح: “ثبات او همپالنې” ټیم وړو کې “وېښتان” لټوي

0 114

د دولت ساز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د “ثبات او همپالنې” ټيم په وړو کې وېښتان لټوي.

هغه د عبدالله عبدالله د ټیم وروستیو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، ثبات او همپالنې ټیم ثبات نه لري او هڅه کوي په یو ‌ډول قدرت کې  ځان شریک کړي.

هغه ټینګار کړی دی چې د ثبات او همپالنې ټیم غړي ټوله ورځ منفي کارونو پسې ګرځي.

صالح پر داسې مهال دغه خبرې کوي چې د عبدالله عبدالله ټیم نن وویل دوی ګټونکي دي او حکومت دې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات له دندې ګوښه کړي، هغه څه چې ټولنیزو رسنیو کې يې پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

Comments
Loading...