شبرغان کې د ۱۲میلیونه ډالرو په ارزښت د ګازو له ۲ څاګانو ګټه اخيستنه

0 43

د جوزجان د افغان ګاز تصدۍ مسوولان وايي، د شبرغان ښار «یتم‌تاق» سیمه کې د طبیعي ګازو دوه څاګانې چې د یوه چینايي شرکت له لوري شپږو میاشتو کې جوړې شوې وې، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو د جوزجان د شبرغانو ښار «یتم‌تاق» سیمه کې د طبیعي ګازو د دوو څاګانو د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، هڅه کوي د ګازو د استخراج پر یو شمېر نورو څاګانو هم پانګونه زیاته کړي او د ګازو متقاضیانو لپاره ډېر سهولتونه برابر کړي.

د مسوولینو په وینا، د ګازو د دغو دوو څاګانو په رغولو دولس میلیونه ډالره لګښت راغلی چې پیسې یې هم د نړیوال بانک له خوا ورکړل شوې دي.

د جوزجان د افغان ګاز تصدۍ ریاست کې د ګازو د پایپ لاین مسوول محمد ایوب نیوند وايي، د ګازو پرانیستل شوې څاګانې یوه شپه او ورځ کې د ۲۴۰ زره مټرمکعب ګازو استخراجولو ظرفیت لري.

د هغه په وینا، د دغو څاګانو استخراج شوو ګازو نه شبرغانو ښار کې د بیات ګروپ برېښنا تولید او مزارشریف ښار کې د جګ او د ګیلاس ښيښې جوړولو فابریکې لپاره ګټه اخیستل کېږي.

جوزجان ولایت کې د ګازو ۱۳۶ څاګانې موجودې دي چې د هغو د ګازو ذخیرې سل میلیارده مټرمکعب تخمین شوي دي.

د جوزجان ځايي چارواکي وايي، دغه ولایت کې دا مهال له څلوېښتو څاګانو نه ګاز استخراجېږي.

 

Comments
Loading...