شاهین: امریکا سره تر هوکړې وروسته افغان لوري سره خبرې پیلوو

0 12

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د دوحې د شپږ ورځنیو خبرو ګډونوال سهیل شاهین وایي، له امریکا سره پر ټولو مواردو تر هوکړې وروسته چمتو دي چې له افغان لوري سره هم خبرې پیل کړي. شاهین زیاته کړې، له امريکا سره یې په تېرو شپږو پړاونو او روان اووم پړاو خبرو کې ډېر پرمختګ کړی دی او ډېر کم موارد شته چې لږ بحث ته اړتیا لري. هغه ویلي چې په وروستيو خبرو کې پرمختګونه شوي خو د بين الافغاني ناستې لپاره دا خبرې دوه ورځې وځنډول شوې. سهیل شاهین دغه راز هیله څرګنده کړې چې د سې شنبې په ورځ پيلېدونکو خبرو کې به پر پاتې موضوعاتو هم په برياليتوب سره بحثونه وشي.

Comments
Loading...