سکاټ مېلر؛له طالبانو سره په خبرو کې د جګړې پر کمولو ټینګار کړی

0 16

له طالبانو سره په خبرو کې امریکايانو د جګړې پر کمولو ټینګار کړی دی. د قطر د ناستو یوې نږدې او باوري سرچینې رسنیو ته ویلي د قطر په ناسته کې امریکایي پوځي چارواکو له طالبانو غوښتي چې جګړې کمې کړي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي د سولې لپاره د جګړې کمول حتمي دي او طالبان باید دې مسئلې ته متوجه وي. نوموړي همدا راز ویلي چې دوی د افغانستان د خلکو دفاع ته تیار دي او خپل ماموریت ته به ادامه ورکوي. دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي. حکومت د خالد او طالبانو د الفتح عملیات اعلان کړي چې له امله یې دواړو لورو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې دي.

Comments
Loading...