سل طالب بندیان خوشي شول

0 57

د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان سل طالبان بندیان خوشي شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي دا بندیان د طالبانو د تخنیکي ټیم له خوا هم تایید شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي له دغو کسانو تضمین هم اخیستل شوی چې بیا به د جګړې کرښو ته نه ستنیږي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي د افغانستان حکومت او امریکا د سولې د شوې هوکړې څخه په سرغړونه ترون کړي وو او ویلي یې و چې دا لوري د بندیانو د خوشي کولو په برخه کې پلمې کوي.

Comments
Loading...