سعودي عربستان کې یوه پاکستانۍ ښځه او د هغې میړه اعدام شوه

0 159

د سعودي عربستان حکومت يوه پاكستانۍ ښځه او د هغې مېړه دغه هېواد ته د هيرويينو د قاچاق په جرم اعدام کړل. د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وايي، دا جوړه په جدې كې اعدام شوه. سرچينه زياتوي، فاطمه اعجاز او محمد مصطفى هغه وخت نيول شوي وو، چې سعودي عربستان ته يې د هيرويينو قاچاق کاوه. دوى ته محکمې د مرگ سزا اورولې وه. په سعودي عربستان كې دا مهال له ۲۱۰۰ زيات پاكستانيان بنديان دي.

Comments
Loading...