سرچینه : سل طالب بندیان به نن خوشي شي

0 45

په پام کې ده نن سل طالب بندیان خوشي شي .

 د حکومت یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایی دا طالب بندیان نن د افغانستان له زندانونو څخه خوشي کیږي.

سرچینه وایي په دې ډله کې هغه پنځلس طالب قوماندانان شامل نه دي چې طالبانو یې په خوشي کولو ټینګار کړی دی.

د دغو طالب بندیانو د هویت په اړه جزیات نه دي خپاره شوي چې د کومې کچې طالبان دي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې افغان حکومت د طالب بندیانو د ازادلو بهیر ځنډوي او دوی به اوس له امریکا وغواړي چې د بندیانو ازادلو موضوع هواره کړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون  وویل له افغان حکومت سره د دوی د تخنیکي ټېم لیدنې غیر موثرې وې او هغه یې درولي دي.

خو افغان حکومت ویلي چې طالبان بهانې کوي او د خپلو هغو ۱۵ مهمو قوماندانو د ازادولو پر غوښتونې ټینګار کوي چې په لویو بریدونو کې لاس لري.

Comments
Loading...