سبا به ولسمشر غني لوړه کوي او عبدالله ته به په حکومت کې ۳۰ ٪ ونډه ورکوي

0 248

د تر لاسه شوو مالوماتو له مخې د محمد اشرف غني او عبد الله عبدالله  د ټاکنیزو ټیمونو تر منځ د نن ورځې مذاکراتو نتیجه کې عبدالله ومنله چې له اجراییه ریاست او تحلیف مراسمو به تېرېږي او غني به سبا دوشنبه د جمهور رییس په توګه خپله لوړه کوي.

د مالوماتو پر اساس، عبدالله عبدالله ته به حکومت کې د دېرش سلنه شاوخوا کې سهم ورکول کېږي او اجراییه ریاست به پرېږدي.

همدا راز عبدالله عبدالله چې تېر ۵ کاله يې د وزیرانو شورا مشري وکړه، د وزیرانو شورا رهبري به هم له دې وروسته خپله اشرف غني کوي.

د دې تر څنګ چې عبدالله عبدالله ته چې په ګلمرجان مشهور دی دېرش سلنه شاوخوا کې سهم ورکول کېږي، د سولې مذاکراتو کې به هم دخیل وي او یو شمېر برخې به پر مخ وړي. نور به وروسته روښانه شي چې نور په څه موافقه شوې ده.

Comments
Loading...