زمونږ کار له معترضینو سره مذاکرات نه؛ بلکې د قانونو پر اساس پرېکړه ده

0 212

ټاکنو کمېسیون وایي، د دوی کار دا نه دی چې معترضینو سره مذاکرات وکړي، بلکې خپله پرېکړه به د قانون له مخې کوي.

د کمېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست ویلي، “ټاکنو کمېسیون مذاکره کوونکی بنسټ نه دی. مونږ نور مذاکراتو او خبرو اترو ته وخت نه لرو. دا وروستی فرصت و چې هغوی ته مو برابر کړ؛ خو متاسفانه چې هغوی غونډه پرېښوده او ووتل، فکر نه کوم چې داسې فرصت دې بیا برابر شي.”

ټاکنو کمېسیون وروسته له هغه دا خبرې کوي چې وړمه ورځ يې له یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو سره غونډه درلوده؛ خو د ثبات او همپالنې ټیم غړیو غونډه پرېښوده، هغه څه چې له نیوکو سره مخ شول.

Comments
Loading...