رباني، فاروقي، خليلي، عزيزي او مرتضوي د ټاکنیزو سرغړونو له کبله جريمه شول

0 50

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولانو اعلان وکړ، چې د بهرنيو چارو وزارت سلب صلاحیت شوی وزير صلاح الدین رباني، په فرهنګي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار شاه‌ حسين مرتضوي، د ولسمشر سلاکار عبدالرحيم عزيزي او د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون رييس حميد الله فاروقي له ټاکنیزو اصولو نه د سرغړونو په تور نقدي جریمه شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د اعلان له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو سلب صلاحیت شوی وزیر صلاح الدین رباني د عبدالله عبدالله «ثبات او همپالنې» ډلې په ټاکنيزو سياليو کې د ګډون له کبله ۱۵ زره افغانۍ  نقدي جريمه شوی دی.

ياد کمېسيون همداراز ويلي، چې د ولسمشر سلاکار عبدالرحيم عزيزي د دولت جووړنکي ټيم په يوه غونډه کې د ګدون او شاه حسين مرتضوي يې هم په يوه غونډه کې او هم په ټولنيزو رسنيو کې د دولت جوړوونکي ټاکنيزې ډلې په ګټه د فعاليت له کبله ۱۵ زره افغانۍ نقدي جريمه او له رايې ورکونې محروم کړي دي.

همدارنګه د کابل پوهنتون رييس حمیدالله فاروقي يې د دولت جوړوونکي ټيم په يوه غونډه کې او کريم خليلي د عبدالله عبدالله تاکنيزې ډلې په يوه غونډه کې د ګډون  له کبله په لس لس زره افغانۍ جریمه کړي  دي.

د ټاکنو کمېسيون د قانون له مخې دولتي کارکوونکي نه شي کوی د خاصو نوماندانو په ټاکنیزو غونډو کې ګډون وکړي او د ماموریت په دوران کې له يوه کس نه ملاتړ وکړي.

ياد  کسان چې د کابل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري جريمه شوي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مرتضوي له دې وړاندې سلام‌وطندار ته ويلي و، څرنګه چې يو دولتي کارکوونکی د رايې ورکون حق لري د نظر ورکولو حق هم لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني د يوه فرمان په صادرولو سره ويلي و، ملکي دولتي کارکوونکي، د دفاعي او امنیتي ادارو، د ملي شورا غړي، قاضیان او د سترې محکمې چارواکيو په ګډون د دولتي ادارو ټول کارکوونکي مکلف دي ترڅو د ټاکنو په پروسه کې له مداخلې ډډه وکړي.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې پر ۶مه نېټه تر سره شي او د يادو ټاکنو کمپاینونونه چې د زمري میاشتې پر ۶مه نېټه پيل شوي، د ټاکنو د ورځې تر رارسېدو ۴۸ ساعته مخکې به پای ته ورسېږي.

Comments
Loading...