راشدخان: له اړو خلکو سره مرسته وکړئ لا به شتمن شئ

0 76

د افغانستان د کرکت ملي لوبغاړی راشد خان وایي په سختو حالاتو کې یې له اړو خلکو سره مرسته یو مسولیت دی.

هغه وایي که څه هم  له ټولو انسانانو سره مرسته نشو کولی، خو خامخا له یو شمېر سره د مرستې توان لرو.

راشد خان په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: “موږ به هغو خلکو او بې وزلو سره چې د کرونا له کبله اقتصادي زیانمن شوي، ‌د باندې نشي وتلی او په کورونو کې دننه دي، د اړتیا وړ او ضروري توکو مرستې برابرو او رسوو.

راشد خان وایي له ټولو لوبغاړو ، سوداګرو، سیاسي او ملي شخصیتونو څخه غوړي چې په دغو سختو شرایطو کې د خلکو لاس ونیسي او له خلکو سره مرستې وکړي.

هغه وایي  د بل سره په مرستې سړی لا شتمن کیږي او زړه یې لا غني کیږي. په مرستې سره مو شتمني نوره هم زیاتیږي!

راشد خان په داسې حال کې له اړو خلکو سره د مرستې غږ کړی چې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د خطر له وېرې بازارونه تړلي او کار او بار په ټپه ولاړ دی.

Comments
Loading...