د کندهار دهلې بند کاسه په بېساري ډول تېره شپه ډکه شوې

0 266

د کندهار ولایت دهلې ستر بند کاسه تېره شپه ډکه شوې او اوبه یې له پارچاوۍ اوښتي دي.

ځایي خلک وایي، د کندهار ارغنداب کې د دهلې بند کاسه له دېرشو کلونو وروسته په لومړي ځل سلواغې میاشت کې ډکه او پارچاوېږي.

ددې بند د کاسې په ډکېدو سره به پوره یو کال کندهار ولایت کې زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه شي.

د سیمې خلکو له حکومت غوښتنه کړې، چې ددې بند د اوبو تنظیم لپاره دې لازم پلانونه تر لاس لاندې ونیسي.

Comments
Loading...