د کانګریس راپور: پاکستان په افغانستان کې فعال منفي رول ادا کړی

0 50

د امریکا کانګرېس په یوه تازه راپور کې د افغانستان وضعیت ته لنډه کتنه کړې ده. په راپور کې راځي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې پيل شوې دي، د افغان پوځ د پیاوړتیا چارې روانې دي، د فساد پر ضد مبارزه کېږي او د ترهګرۍ ضد مبارزه هم د ناټو او افغان ځواکونو تر منځ په همکارۍ مخ ته روانه ده. په راپور کې د افغانستان د ګاونډیانو په اړه ویل شوي چې پاکستان دا څو لسیزې په افغانستان کې فعال منفي رول لوبولی دی او ددغه هېواد استخباراتي اداره د هغو وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې جنګېږي. په راپور کې راځي چې له دې ډلې یوه هم حقاني شبکه ده چې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره ښې اړیکې لري او اسلام اباد یې خپله باوري ډله بولي. د کانګرېس په راپور کې دا هم راځي چې پاکستانی حکومت په پوره توان هڅه کوي په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د جوړېدو په لار کې خنډ جوړ کړي او په کابل کې کمزوری حکومت د ځان په ګټه بولي.

Comments
Loading...