د کابل کارته پروان کې د بریښنايي تذکرو وېش مرکز پرانېستل شو

0 39

د پلازمېنې کابل په کارته پروان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز پرانېستل شوی دی.

د ملي احصایې عمومي رییس احمد جاوېد رسولي ویلي، برېښنايي پېژندپاڼې یوه ملي پروسه ده چې اوس مهال په چټکۍ سره روانه ده

د رسولي په وینا، تر اوسه یې ۲۸۶۷۱۱ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي دي.

مسوولینو ټینګار کړی دی چې ډېر ژر به دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم ورسوي.

Comments
Loading...