د پکتیا له زندانه بندیان څنګه تښتیدلي ؟

0 72

په پکتیا کې له زندان څخه تیره شپه اوه بندیان وتښتیدل. په دې بندیانو کې څلور طالبان او دوه نور کسان وو چې د شپې په اتو بجو یې له دغه زندان څخه پښې سپکې کړې دي.

د پکتیا د زندان مدیر محمد اجمل وايي دغو بندیانو لومړی د زندان د جومات د کړکۍ سېخونه اره کړي او له دې لارې یې د زندان عمومي دیوال ته ځان رسولی. هغه وايي وروسته د ټوکر د ټوټو په تړلو سره دیوال ته پورته شوي او وروسته یې ځان له زندان ایستلی دی.

هغه وايي پولیسو او د زندان نوکریوال په دې برخه کې وظیفوي غفلت کړی او حتما به سزا وګالي.

محلي چارواکي هم په دې برخه کې وظیفوي غفلت مني او وايي د عدلي او قضايی ارګانونو په ګډون د یادې پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ګمارل شوی تر څو مالومه کړي ، چې یاد بندیان څه ډول له زندانه تښتېدلي دي او یا هم پکې د چا لاس و او که نه.

که څه هم محلي چارواکي وايي په تښتیدلو کې څلور طالبان وو، خو طالبان وايي اوه واړه د دوی کسان دي او د یوه ځانګړي تکتیک له مخې له زندان څخه تښتیدلي دي. د طالبانو اعلامیه وايي داکسان خوندي ځای ته رسیدلي دي.

طالبان وايي: تښتیدلي کسان بسم الله، رازمحمد، اسماعیل، سعدالدین، عبدالحکیم، شیر بهادر او حضرت الله دي.

 طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا کسان د طالبانو د کومې کچې غړي دي.

تر دې وړاندې څو کاله وړاندې په کندهار کې هم د یوه تونل له لارې بندیان تښتیدلي وو.

Comments
Loading...