د پاسپورت انلاین خدمتونه پرانيستل شوي دي

0 48

کورنیو چارو وزارت د مخابراتو وزارت په همکارۍ د پاسپورت انلاین سیستم پرانست چې خدمات به یې اسانه او ساده شي. مخابراتو وزارت وايي په دغه سیستم سره به له یوه لوري د فساد مخه ونیول شي او تر څنګ به یې د پاسپورت اخستو چارې هم چټکې شي. مسولین وايي اوس ددې سیسټم له فعالېدو سره به د اوونیو کار څو ورځو ته رالنډ کړې شي. کورنیو چارو وزارت بیا د پاسپورټ د انلاین سیستم پر لا ډېرې پیاوړتیا ټينګار لري او دا د فساد مخنیوي غوره لار ګڼي. دواړه وزارتونه ډاډ ورکوي چې د ترافیکي سیستم بریښنايي کولو چارې هم اتیا سلنه مخ ته تللي او ډير ژر به یې امتحاني کارونه پیل شي. مخابراتو وزارت هڅه کوي چې د بریښنايي پيژندپاڼو په ګډون دغه ټول سیستم به یو کړي او په اساني سره به د فساد په مخنیوي کې امنیتي ارګانونو ته هم د اسانتیاوو زمینه برابره کړي.

Comments
Loading...