د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د استینافي اعتراضونو د څیړلو لړۍ پيل کړه

0 52

 د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د هغو محلونو په اړه چې باید رایې یې وشمیرل شي  وروستۍ پایلې ته نه دې رسیدلې.

 د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون غړي وایي د روانۍ اونۍ ترپایه به استینافي دوسیې ډلبندي کړي او وروسته به د بیا شمیرل شویو محلونو په تړاو ورستۍ پریکړه وکړي.

که څه هم د شکایتونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفترونو د پریکړو پر بنسټ ۵۳۷۸ هغو محلونو نوملړ لیږلی چې رایي یې شمیرل کیږي، خو د دغه کمېسیون غړي وایي تراوسه په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

 د ټاکنیزو چارو کارپوهان په دې اند دي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نه شي کولای په ټاکل شوې وخت استینافي اعتراضونو ته رسیدګي وکړې.

Comments
Loading...