د ټاکنو کمېسيون يو ځل بيا خپل تخنيکي ټيمونه ولايتونو ته لېږي

0 40

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي دي، چې دوى خپل تخنيکي ټيمونه يو ځل بيا ولايتونو ته لېږي، تر څو هلته رايې يو ځل يا وشمېري او وې څېړي.

خو د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم مشر عبدالله عبدالله بيا په دغه کار غبرګون ښکاره کړى دى او ويلي يې دي، چې تر څو پورې د رايو کره شمېر نه وي معلوم شوى، تر هغې پورې دې رايې بيا نه شمېرل کېږي، همدا راز د دولت جوړونکي ټاکنيز ټيم مشر او ولسمشر غني بيا ويلي دي، چې د ټاکنو د شمېر پروسه دې ژر پاى ته ورسول شي او پايلې دې په خپل اعلان کړاى شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند ذبيح الله سادات وايي، چې د ټاکنو د بيا شمېرلو بهير به د ټاکنيز ټيمونو د څارونکو په حضور کې ترسره شي. دوى دا نه دي ويلي چې د څومره مرکزونو رايې بيا شمېري، خو وايي چې د دوى تخنيکي ټيمونه به سبا ولايتونو ته لاړ شي.

د ويلو ده چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره رايه اچونه د تلې په ٦مه نېټه ترسره شوې وه او ټاکل شوې وه چې د تلې په ٢٧مه نېټه د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شي، خو پايلې وځنډېدې او له دې امله د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ له ولس بخښنه هم وغوښته.

وروسته نوموړې له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې به د لړم په ٢٣مه نېټه اعلانوي، خو لا هم داسې ښکاري چې د ټاکنو پايلې په خپل وخت اعلان نه شي. ځکه ټاکل شوې وه چې د دوشنبې په ورځ د رايو د بيا شمېرلو پروسه پيل شي، خو که يوې خواته د ثبات او همپالنې ټيم د دې لپاره خپل شرطونه ايښي دي نو بل لوري ته د دولت جوړونکي ټيم هڅه کوي چې د رايو شمېرلو پروسه ژر پاى ته ورسېږي.

Comments
Loading...