د ولسمشر په فرمان ۳۵ طالب بندیان خوشې شول

0 108

 دوشنبه، د زمري میاشتې ۲۱ مه

د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په اساس، د ملي امنیت له بند خونې ۳۵ طالب بندیان خوشې شول.

د ملي امنیت له لوی ریاست خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر په فرمان یې دغه بندیان د سولې پروسه کې د لا زیات پرمختګ

 په هدف خوشې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، د افغانستان حکومت سولې ته ژمن دی او تل یې د هر چا پر وړاندې د سولې دراوزې پرانیستي دي چې راشي جګړه ودروي او د سولې لار غوره کړي.

ولسمشر تر دې وړاندې هم نږدې ۱۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي وو.

Comments
Loading...