د هند لخوا د مرسته شویو غنمو لومړنۍ جوپه چابهار بندر ته ورسېده

0 43

کابل کې د هند سفیر وني کمار وايي، له افغانستان سره د مرسته شویو غنمو لومړنۍ جوپه چابهار بندر ته رسېدلې ده.

دې جوپه کې شاوخوا ۷۵ زره مټریک ټُنه غنم دي.

د هند سفیر د کرنې له وزیر نصیر احمد دراني سره د لیدنې پر مهال ویلي چې هېواد یې د افغانستان پیاز پېري.

د کرنې وزیر نصیر احمد دراني ویلي، افغان سوداګر به وهڅوي چې د افغانستان پیاز د چابهار بندر له لارې هند ته صادر کړي.

Comments
Loading...