د هرات جامع جومات د بیارغاونې چارې ۱۲ سلنه ترسره شوي

0 45

د ملي پراختیا شرکت وایي، د هرات تاریخي جامع جومات چې ډېرې برخې یې د طبیعي پېښو له امله ورانې شوې وې، بیارغاول کېږي.

دا جومات چې د زړه پورې معمارۍ له امله نړیوال شهرت لري او ملي پراختیا شرکت یې د تاریخي اصل په ساتلو سره بېرته رغاوي.

د یاد شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي، تر دې دمه د دې جومات۱۲ سلنه ودانیزې چارې پرمخ تللي او اوسمهال ېې د دېوالونو په خشتکارۍ، د گنبدو شاوخوا په پلسترکارۍ، نصبول، بریښنایي سیستم او نورو اړینو برخو کارونه روان دي.

د هرات د لوی جومات بيارغونه چې له ۳۱میلیونو څخه ډيرې افغانۍ ېې لګښت اټکل شوی، تمه ده د روان کال د سلواغې میاشتې تر ۱۵نېټې پورې یې کارونه بشپړ شي.

Comments
Loading...