د نوی کال (نوروز) جشن لغوه شو

0 69

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وکړه.

ارګ وایي دا د لوړې له مراسمو وروسته د ملي امنیت شورا لومړنی غونډه ده چې جوړیږي.

ولسمشر د عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه دې د خلکود پوهاوي کچه لوړه او احتیاطي تدابیر ونیسي.

هغه وایی د روغتون ظرفیتونه باید لوړشي.

 د ارګ اعلامیه وایي ولسمشر د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه کړې چې په بندرونو کې روغتیایی خدمتونه پیاوړي او د کرونا د معاینې په موخه باید تجهیزات ډیرشي.

 غني ویلي له غونډو جوړولو باید ډډه وشي او د ښوونځیو د رخصتتیدو په اړه دې د پوهنې له وزارت سره خبرې وشي.

ولسمشر غني دغه راز ویلي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه دې سږکال د نوروز جشن له جوړولو ډډه وشي.

 د ارګ اعلامیه وایي په دې غونډه کې د احتمالي ګواښونو په اړه د امنیتي ځواکونو چمتو والی هم ارزول شوی دی.

Comments
Loading...