د نوماندانو لخوا ثبت شوي نږدې لس زره شکایتونه رد شول

0 85

د هېواد د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د نوماندانو لخوا د ثبت شویو شکایتونو له ډلې يې، نږدې  ۱۰ زره شکایونه بېرته رد کړي دي.

د یاد کمېسیون غړیو نن سه شنبه یوې خبري غونډې ته وویل، خپل کارونه يې په بریالي ډول روان کړي او د سلګونو شکایتونو په اړه یې تصمیم نیولی دی.

ددغه کمیسیون مشرې زهرې بیان شینوارې وویل، ټول ۱۶۵۰۰ شکایتونه ورته ثبت شوي وو، چې له دې ډلې ۹۸۶۶ هغه یې بېرته رد شوي دي.

 نوموړې همدا راز ټینګار وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ترمنځ همکاري موجوده ده او جدي ستونزه نشته.

Comments
Loading...