د مناګي برېښنا بند به تر راتلونکو څوو ورځو افتتاح شي

0 59

د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د دې ولایت د “مناګي” برېښنا بند چارې بشپړې شوې دي او تر راتلونکو څوو ورڅو به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د کونړ مرستیال والي ګل محمد بېدا رسنیو ته ویلي، یوازې په پېچ سیند ددې برېښنا بند د آزامایښت پړاو پاتې  دی.

هغه زیاته کړې”دغه برېښنا به درې نیم مېګاواټه برېښنا تولید کړي چې جوړېدو یې شپږ کاله وخت ونیو. اوس یې کارونه بشپړ شوي دي او یوازې د ټسټ پړاو يې پاتې دی. دغه بند به تر راتلونکو شلو ورځو افتتاح شي.”

له دې وړاندې افغان حکومت په ۲۰۱۳ کال کې ویلي و چې مناګي بند د لس میلیونه ډالرو په ارزښت ۴ کلونو کې جوړېږي.

Comments
Loading...