د ملګرو ملتونو راپور: القاعده د افغانستان ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري

0 48

د ملګرو ملتونو تازه راپور وایي، چې په افغانستان کې له ۶ زرو تر ۶ نیم زرو پاکستاني ترهګر فعالیت کوي.

دغه راپور ښیي چې القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې حضور او فعالیت لري او د غړو شمېر یې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ کسانو پورې اټکل کېږي.

القاعده شبکه په افغانستان کې له حقاني شبکې سره په ګډه ترهګر فعالیتونه کوي او له امریکا سره د طالبانو د سولې تر هوکړې وروسته دغه ډله عملاً په دریو برخو وېشل شوې ده.

 راپور زیاتوي، په افغانستان کې د داعش ډلې شاوخوا ۲۲۰۰ غړي هم فعالیت لري چې دوی ټول عملاً د افغانستان امنیت ته ګواښ دي.

دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې تر دې وړاندې افغان حکومت په ولایتونو کې پر طالبانو سربېره د ۲۰ نورو ترهګرو ډلو د موجودیت خبر ورکړی دی.

Comments
Loading...