د لوی کندهار مشران: د ټاکنو پایلي دي ژر اعلان سي، موقت حکومت نه منو

0 218

د لوی کندهار سلګونو اوسېدونکو د یوې ناستي پر مهال د سیاسیونو له لوري د موقت حکومت غوښتنه پردۍ او استخباراتي وبلله او د دې کار په وړاندي یې د درېدو ږغ پورته کړ.
د ولس ږغ ملي او سیاسي بهیر له خوا په دې ناسته کي د ټاکنو له کمېسیون څخه هم وغوښتل سوه، چي د ټاکنو پایلي ژر تر ژر اعلان کړي.
ویناوالو وویل، چي د ټاکنو کمېسیون خپلواکۍ ته احترام لري او د ټاکنو د پایلو ملاتړ او تائيد کوي.
په ناسته کي ټینګار وشو، چي هیچا ته به د بحران راوستلو او ګډوډيو اجازه ورنه کړي.

Comments
Loading...