د قاسم سلیماني ځای ناستي، اسماعیل قاآني څو میاشتې مخکې بامیان ته سفر کړی و

0 91

د سپاه پاسدران د قدس برخې نوي قوماندان اسماعیل قاآني څو میاشتې مخکې بامیان ولایت د ایران د مرستیال کونسل په نوم سفر کړی دی.

قاآني د بامیان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره هم کتلي و؛ خو تر اوسه د لیدنې جزییات نه دي مالوم.

هغه ته د بامیان ولایت چارواکیو ډالۍ هم ورکړي او نازولی یې دی.

قاني دوه لسیزې د جنرال سلیماني د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده، په سپاه پاسدارانو کې یې مهمې دندې تر سره کړې دي، مهمې هغه یې په افغانستان او پاکستان کې د عملیاتو مشري وه.

اسماعیل قااني ته د جنرال سلیماني د سیوري په سترګه کتل کیږي ځکه د همده په څېر سختدریځه دی، دسلیماني ښي مټ وو.

قااني د خراسان ولایت په مشهد کې په ۱۹۵۸ کې  زیږیدلی دی، د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د لاسوهنې ملاتړی دی په ځانګړې توګه په سوریه او عراق کې نوموړی دې جګړو ته د (برخلیک ټاکنو) هغو په سترګه ګوري،  دنظامي سلاکار په توګه یې په کې ونډه هم اخستې ده.

لواء فاطمیون رامنځته کول د اسماعیل قااني طرحه او پلان و، چې په ۲۰۱۴ ز کې عملي شو او په سوریه کې د بشار الاسد له ملاتړ لپاره ترې کار واخیستل شو.

Comments
Loading...