د عبدالله ډلې د ټاکنو کمېسيون ته! خبره ومنئ که نه اعتراضونه پيلوو

0 66

د عبدالله عبدالله مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم د ټاکنو خپلواک کمېسيون اخطار ورکړى دى، چې که د دوى له لوري ټاکنو کمېسيون ته ورپېژندل شوې رايې تر شنبې ورځې پورې باطلې اعلان نه شوې، نو دوى به په نوو اعتراضونو پيل وکړي.

دغه ډلې همدا راز له خپلو پلويانو هم غوښتي دي، چې په ٧ ولايتونو کې د دوى له اعتراض کوونکو پلويانو سره يو ځاى شي. د يادولو ده چې په ٧ ولايتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم پلويانو د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفترونه تړلي او هغوى خپل کار ته نه پرېږدي.

د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم لومړى مرستيال عنايت الله بابر فرهمند وايي، چې د افغانستان خلکو خطر قبول کړ او د خپل برخليک ټاکلو لپاره يې رايه وکاروله، او اوس دې د خپل مسوليت ادا کولو لپاره په ٧ ولايتونو کې د دوى له پلويانو سره يو ځاى شي او په اعتراضونو دې پيل وکړي.

هغه وايي که د ټاکنو کمېسيون تر شنبې ورځې پورې تقلبي رايې باطلې اعلان نه کړې، نو موږ به په نوو اعتراضونو پيل وکړو او مجبور يو چې په نورو لارو فکر وکړو.

د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله وايي، چې ٣٠٠ زره رايې دې لومړى باطلې اعلان شي، ځکه چې دغه رايې له ټاکلي وخت نه مخکې صندوقونه ته اچول شوي دي او يا هم په معيار پوره نه دي.

همدا راز ولسمشر غني هم نن بيا په يوه غونډه کې په خپله وينا کې ويلي دي، چې په افغانستان کې په اوسني وخت کې هېڅوک د قانون حاکميت ته ګواښ نه شي پېښولى.

هغه وويل چې ځينې کسان بايد پوه شي چې افغانستان هغه هېواد نه دى چې خلک دې ګواښونه وکړي او نور خلک دې معاملې ته اړ باسي.

همدا راز د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، چې دوى په ٢٤ ولايتونو کې د ټاکنو بيا شمېرنې بهير سر ته رسولى دى، خو په ٧ ولايتونو کې د ټاکنيزو ډلو له لوري د دوى د کار مخه نيول شوې ده او له دوى يې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمېسيون کارکونکي دې خپل کار ته پرېږدي.

Comments
Loading...