د عبدالله ادعا رد شوه؛ کمېسیون وايي د ډېجیټال سنټر مهرولاک نه دی مات شوی

0 105

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه ادعاوي رد کړې چې ګواکې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمېسیون د ډېجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز مهرولاک مات کړی او ور ننوتي دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي اورنګزیب نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې قلفونه نه دي مات شوي او له خبریالانو یې غوښتنه وکړه چې له دوی سره ولاړ شي او هر څه له نیږدې وګوري.

بلخوا د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ وویل، هېڅ فشار ته به غاړه کېنږدي او ډېر ژر به د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

Comments
Loading...