د سولې ولسي حرکت: تر سولې وروسته باید د بې وسلې کولو پروسه پیل شي

0 27

د سولي ولسي حرکت غړي وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې د ناستې پر مهال غوښتنه وکړه چې ټولې ډلې دې تر سولې وروسته بې‌وسلې شي.

د یاد حرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، شاوخوا دېرش کاله کېږي چې عام ولس د یو شمېر زورواکیو او وسله لرونکیو په انحصار کې دی.

سرچینه وړاندې زیاتوي، که د بې‌وسلې کولو پروسه پر ټولو اړخونو تطبیق نه‌شي، یو ځل بیا هم د کورنیو جګړو د رامنځ‌ته کېدو احتمال زیات دی.

دغه راز د دغه حرکت یو شمېر غړیو په کندهار ولایت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازي تادامیچي یماموتو سره هم لیدلي دي.

Comments
Loading...