د روژې پدې مبارکه میاشت کې په امریکا کې یو جومات وسوځول شو

0 34

د امریکا متحده ایالتونو د نیوهاون په ښار کې  د ترکیې د دیني چارو د ریاست اړوند  یو جومات  وسوځول شو چې  په ترکیه کې سخت غبرګونونه پارولي دي.

د ویلو ده چې د روژې په مبارکه میاشت کې د جومات سوځول  په نوموړي هیواد کې  اسلام فوبیا کومې کچې ته رسیدلی  ټولو ته ښکاره کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو  د نیوهاون په ښار کې  د ترکیې د دیني چارو د ریاست اړوند  په جومات برید او سوځول  په ډیر کلکو ټکو وغندل  او ډیر سخت غبرګون يي وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د امریکا د نیوهاون په ښار کې  د روژې پدې مبارکه میاشت کې  د ترکیې د دیني چارو د ریاست اړوند د جومات سوځول په نوموړي هیواد کې  د اسلام دښمنیو او اسلام فوبیا  یو بل ښکاره مثال دی. زمونږ یواځنۍ تسلي  پدې پيښه کې  چاته د ځاني زیان نه اوښتل دي. ددې پست او ضد انساني برید فاعلین باید هر څه ژر ونیول شي او د خپلو اعمالو په سزا  ورسول شي. مونږ  باید  ټول په ګډه د اسلام دښمنۍ او اسلام فوبیا پر خلاف مبارزه وکړو.

همداشان د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند  عمر چیلیک هم  په جومات  برید او سوځولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه  ددې پیښې په غبرګون کې وویل چې  پدې ډول بریدونو د سیاسي یا اډیالوژیکو لاملونو له امله سترګې پټوونکي ، د نفرت د لمبو  په اړه چې  دوې هم  ترینه په امان کې نه پاتې کیږي  په چپه خوله ننداره کوي.

هغه  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي  پیغام کې ویلي دي چې  د روژې پدې مبارکه میاشت کې چې د سولې ، سلامتیا  او  ورورولۍ  میاشت ده  د امریکا د کانیتیکټ  د ایالت اړوند  د نیوهاون په ښار کې  د ترکیې د دینې چارو د ریاست اړوند جومات وسوځول شو.

هغه ویلي دي چې  د اسلام دښمنان  ددې ډول کړنو سره  ټول بشریت په زهرو ککړوي.

هغه ویلي دي کله چې نفرت  د سرحد نه خارج شي  بریدونه د جوماتونو نه پیلیږي  او نورو معبدونو ته غځیږي. هغه کسان چې په اسلام دښمنیو  سترګې پټوي په اصل کې په ټولو ډیموکراسیو کې  خلک  دې ډول  لیونتوب ته  تشویقوي.

د یادولو وړ ده چې  تیره ورځ  د امریکا کانتیکیت  ایالت  د نیوهاون په ښار کې  د ترکیې د دیني چارو د ریاست اړوند جومات  اورلګیدنه رامنځته شوه.

د نیوهاون د ښار د اور وژنې د ډلې  مشر جان الستون  خبري رسنیو ته وویل چې  لومړنیو نښو او نښانو  دا ښودلې ده چې دا جومات  سوځول شوی دی. د چا لخوا په قصدي ډول سوځول شوی دی.

هغه وویل چې د اور وژنې ډلې په سیمه کې په ترسره  کړو تحقیقاتو کې داسې او نښې او نښانې موندلي دي چې  د جومات په سوځولو دلالت کوي.

هغه ویلي دي چې د پيښې په اړه  جنایي تحقیقات پیل شوي دي. هغه ویلي دي چې د اورلګیدنې پر مهال یو تن په جومات کې دننه وو  چې  د اور د لمبو په لیدولو سره  په تیښته بریالی شوی دی.

www.trt.net.tr

Comments
Loading...