د بښنې نړیوال سازمان: ایران هغه شپږ بندیان وژلي چې اعتراض یې کړی و

0 51

د بښنې نړیوال سازمان وايي په ایران کې هغه شپږ دېرش بندیان وژل شوي چې له زندان څخه یې د خوشي کولو په اړه غږ پورته کړی و.

دغو بندیانو له هغه وروست اعتراض کړی وچې د کرونا له امله د حکومت د خوشي کیدونکو بندیانو په لیست کې یې نومونه نه وو. د بښنې نړیوال سازمان په دې نن یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې “په څو زندانونو کې د بندیانو د ځپلو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او وژونکو وسایلو کار اخیستل شوی چې په نتیجه کې یې په یوه زندان کې لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه شوي او یو بل کس هم په یوه بل زندان کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا وهل شوی او ساه‌یې ورکړې ده.”

ویل کیږي په دې وروستیو ورځو کې د ایران په لږ تر لږه اتو زندانونو کې بندیانو په دې خاطر چې د کرونا ویروس په سبب د رخصت شویو بندیانو په ډله کې نه‌و، غږ پورته کړی و.

ایران په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. ایران مخکې هم د خپلو خلکو په وژلو او ځورولو تورن دی.

تر ټولو لویه بېلګه‌یې د هغو لاریون کوونکو ځپل او وژل دي چې د اقتصادي بې‌وزلیو او وزګارتیا په سبب‌یې تېر لړم میاشت غږ پورته کړ، خو د حکومت له‌خوا سخت وځپل شول.

امریکا هغه وخت ویلي وو چې په دغه لاریون کې تر یو نیم زر ایرانیان د رژیم له‌خوا ووژل شول.

Comments
Loading...