د بریتانیا پولیسو د ویکي لیکس بنسټګر نیولی دی

0 41

د بریتانیا پولیسو د ویکي لیکس بنسټګر جولیان اسانج نیولی دی. رسنیو ویلي چې جولیان د اکواډور په سفارت کې پولیسو نیولی دی. د پولیسو په خبره نوموړی به ژر محکمې ته وړاندې شي. جولیان وروسته له هغه ونیول شو چې ورباندې د جنسي ځورونو ډېر تورونه ولګېدل. نوموړی له ۲۰۱۲ کال راهیسي په لندن کې د اکواډور په سفارت کې اوسېده او نه یې غوښتل چې بېرته سویډن ته لاړ شي خو کله چې یې اکواډور د پناه غوښتنې وړاندیز رد کړ نو د بریتانیا د پولیسو له خوا ونیول شو. اکواډور ویلي د جولیان د پناه غوښتنه یې ځکه رد کړې چې نوموړي په وار وار له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

Comments
Loading...