د افغانستان غوره راتلونکې ته د افغانانو خوشبیني د تېر کال په پرتله زیاته شوې

0 162

د اشیا فاونډیشن له لوري په کابل کې نن د یوې نوې سروې جزیات خپاره شول او په دې سروې کې ویل شوي چې د افغانستان راتلونکې ته د خلکو هیلې زیاتې شوې دي. اشیا فاونډیشن وایي، د تېر کال په پرتله سږ د هغو کسانو شمېر دوه سلنه نور هم زیات شوی چې فکر کوي افغانستان په ښه مسیر روان دی او راتلونکې ته هیله مندي شته.

تېر کال ۵۱٫۸ سلنه خلک په دې نظر وو چې افغانستان په ښه مسیر روان دی، خو روان میلادي کال کې بیا د دغو کسانو شمېر۵۵٫۷ سلنې ته رسېدلی دی.

د دې سروې جزیات ښیي، چې ۹۰ سلنه خلک سمدستي له طالبانو سره د سولې او روغې جوړې د خبرو غوښتونکي دي او دوی د روانې جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار په افغانستان کې د سولې تامین بولي.

همداراز په دې سروې کې د افغانانو د ژوند په نورو اړخونو هم نظر پوښتنه شوې ده او لیدل کېږي، چې دا مهال د افغان ځوانانو لپاره تر ټولو لویه ستونزه د کاري فرصتونو کموالی دی: (( ۷۲ سلنه ځوانان د کاري فرصتونو نشتوالی لویه ستونزه بولي او دا ښیي چې د تېر کال په پرتله بېکاري دوه سلنه نوره هم زیاته شوې.))

په دې سروې کې همداراز ویل شوي، چې ۶۷ سلنه خلک د پولیسو له چلند رضایت لري او د امنیت په تامین او خلکو سره په ښو اړیکو ساتلو کې د هغوی د ظرفیت د زیاتوالي ستاینه کوي.

Comments
Loading...