دانش: د سرپرست حکومت وړاندیز د قانون خلاف دی

0 7

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، د جوزا میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته په افغانستان کې د سرپرست حکومت جوړېدو وړاندیز د قانون خلاف دی. دا وړاندیز د ولسمشرۍ ریاست د نوماندانو شورا کړی دی. دانش په یوه تبصره کې ویلي، د دغه وړاندیز اصلي طراحان په بشپړ ډول پېژني او ادعا یې کړې، چې دا کسان تل د قانون او د حقوقي کړنلارو د منلو پر ځای د معاملې د موندلو په لټه کې دي. دانش ویلي، د دغې اعلامیې یو اصلي طراح ویلي چې د سولې پر وړاندې یوازینی خنډ د ملي یووالي حکومت دی او باید دا حکومت له مخې لرې کړل شي. د نوموړي په وینا، دا خبرې دا ښيي چې دوی د هیواد د حقوقي او قانوني نظام پر ضد یوه نرمه کودتا په مغزو کې لري چې د دانش په خبره دا هغه لار ده، چې ترکستان ته تللې.

Comments
Loading...