داعشیان: د مولویانو جامه کې پاکستاني نظامیانو تشویق کولو چې افغانستان کې جهاد وکړئ

0 68

ننګرهار کې افغان ځواکونو ته تسلیم شویو داعشیانو ویلي، د مولویانو جامه کې پاکستاني نظامیانو هڅولو چې لاړ شئ افغانستان کې جهاد وکړئ.

داعشیانو زیاته کړې چې چې پاکستانیو نظامیانو ورته ۵ وخته لمانځه کې د جهاد کولو تبلیغ کاوه.

هغوی ټینګار کړی دی چې د پاکستان په ټولو مدارسو کې همدا پروسه روانه ده.

د داعش تر څنګ ویل کېږي چې وسله وال طالبان هم پاکستان کې ښکاره مراکز لري او ددغه هېواد استخباراتي ادارې يې افغانستان کې د جګړې لپاره هڅوي.

دې وروستیو کې سلګونه داعشیان د ننګرهار چین کې افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

Comments
Loading...