خلیل‌زاد: د سولې ګړندي کول د داعش ماتولو لپاره د افغانانو اراده ځواکمنوي

0 116

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي، د افغان سولې روانه پروسه چې بین‌الافغاني خبرې اترې هم په‌کې شاملېږي، باید چټکه شي.
زلمي خلیل‌زاد په کابل کې د یوه واده پر مراسمو د وړمې شپې ځانمرګی برید چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخیست، غندلی او ویلي یې دي، د افغان سولې د روانې پروسې ګړندي کول د داعش ډلې ماتولو لپاره د افغانانو اراده ځواکمنوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تر دې مخکې د افغان سولې په روانه پروسه کې د پر مختګ په اړه خوښي ښودلې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې اتم پړاو خبرې اترې یوه اوونۍ مخکې چې په قطر کې روانې وې، پای ته ورسېدې او دواړه لوريو له خپلو مشرانو سره د مشورې لپاره وخت واخېست.

Comments
Loading...