خلک شکايت کوي چې د پکتیکا د وازې خوا امنیه قوماندان پرې ظلمونه کوي او باج ترې اخلي

0 43
Mar 19, 2020 –

کابل (پژواک، ٢۹ کب ٩٨): د پکتيکا د وازې خوا اوسېدونکي د دې ولسوالۍ له امنيه قوماندان ساتنمن برات څخه شکايت کوي او وايي چې د ځينو کسانو په وژلو، ډبولو، لوټلو او د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې لاس لري، خو قوماندان بيا دغه څرګندونې په کلکه ردوي.

د وازې خوا اوسېدونکي وايي چې د يادو ستونزو او له قوماندان برات څخه يې ټولو دولتي مراجعو ته شکايتونه کړي خو ستونزه يې تر اوسه نه ده هواره شوې.

قوماندان برات څوک دى؟

ساتمن برات ۲٦ کاله عمر لري، د وازې خوا ولسوالۍ امنيه قوماندان او د دې ولسوالۍ د عبدالجلیل د کلي اصلي اوسېدونکى دى.

نوموړي له دې وړاندې د جاني خېلو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې او د ماين په چاودنه کې يې خپله يوه سترګه هم لاسه ورکړې ده.

که څه هم چې دغه قوماندان په سيمه کې د طالب ضد قوماندان په نوم مشهور دى خو خلک شکايت کوي چې د خلکو لوټلو او ځورولو کې هم سارې نه لري.

وروسته له هغه چې د نوموړي تره عبدالقادر د طالبانو له لوري ووژل شو، دى مشهور شو او د جاني خېلو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه وګومارل شو.

د وازې خوا خلک: قوماندان برات د خلکو په ځورولو کې سارى نه لري

د نوموړي په اړه د وازې خوا ولسوالۍ يوه قومي مشر محمد رحيم چې دا مهال په ښرنه کې ژوند کوي او د واز خوا د پخواني ولسوال حاجي عبدالحي زوی چې دوه کاله مخکې يې پلار طالبانو وواژه، محمد رحيم پژواک ته وويل چې قوماندان برات له خلکو سره له حده ډېر ظلمونه کړي او د ظلمونو لړۍ يې اوس هم روانه ده.

ده وويل چې د قوماندان برات په امر د هغه کسانو څه موده وړاندې د وازې خوا د ملک اکرم کلي اوسېدونکى غلام محمد په پښو کې په مرميو ويشتلى دى.

دى وايي:” له ده سره يې هېڅ دښمني معلومه نه ده، بس هسې اخطارونه ورکوي او ورته وايي چې ته طالبانو سره لاس لرې، په همدې خبره يې څو ځلې قوماندانۍ ته غوښتى او د مرګ اخطارونه يې هم ورکړي دي.”

همدارنګه ده زياته کړه چې قوماندان برات د وازې خوا په بازار کې له يوه موټرسايکل جوړوونکي په زور د هغه له لور سره د واده غوښتنه کوله.

ده وويل:”دغه موټرسايکل جوړوونکی استاد ايوب نومېږي، ټول بازار يې پېژني خو د برات د دې بېځايه غوښتنې له امله اوس غزني ته تښتېدلى دى.”

نوموړي دغه تور هم پورې کړ چې قوماندان برات د وازې خوا په بازار کې له هټۍ والو او سوداګر په زور پيسې اخلي که څوک يې ور نه کړي، نو له سختو وهلو او ټکولو سره مخ کېږي.

دى زياتوي: “په وازې خوا کې ډېر چرس کرل کېږي، قوماندان برات هم د چرسو کاروبار کوي، څه موده وړاندې يې يو شمېر هغه دهقانان بنديان کړي وو چې د چرسو په کښت او کاروبار کې یې ده ته حق نه ورکاوه.”

ده وويل چې څو ځلې د قوماندان برات په اړه دوى د ولايت مقام او امنيې قوماندانۍ ته شکايتونه کړي خو چا يې غږ نه دى اوريدلى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له تېرو څو کلونو راهيسې د وازې خوا لويه لار د ګواشتې په سيمه کې طالبانو تړلې، ټول اکملات يې د هوا له لارې کېږي.

نوموړى زياتوي: ” لار بنده ده، ښرنې والا هم ورسره څه نه شي کولاى، خداى پاک دې موږ ترې خلاص کړي.”

قومي مشر: قوماندان برات راته ويلي وو چې په سر دې په مرمۍ ولم

دغه قومي مشر غلام محمد نومېږي چې د وازې خوا د محمد اکرم کلي اوسېدونکى دى.

پژواک د نوموړي قومي مشر د ټپي حالت هغه ويډيو هم ترلاسه کړې چې په روغتون کې ترې اخیستل شوې ده.

په دې ويډيو کې د نوموړي دواړه پښې ټپي ښکاري او وايي: ” برات راته ويلي وو چې په سر دې په مرمۍ ولم، خو کسانو يې څو ډزه په پښو کې ويشتى يم، هډوکې مې ټول مات دي، ډاکتر را نه ايستلي هلته پراته دي.”

دغه قومي مشر د ده او برات ترمنځ د اصلي ستونزې په اړه څه نه وايي خو زياتوي: ” هر ځل يې چې زه قوماندانۍ ته غوښتى يم، ورغلى يم.”

پولیس: د قوماندان برات ساتونکي وويشتم

په پولیسو کې د درېیم ساتمن محمد سليم ویډيو پژواک ترلاسه کړې ده، یاد يولیس وايي د قوماندان برات يو ساتونکي عزيز الله د اخترجان زوی څه موده وړاندې قصداً په خوله کې په مرمۍ ويشتى دى خو هغه يې ونه نیوه.

محمد سليم وايي: قومندان برات هغه سړی ونه نیوه او زه يې منفک کولم او بیا ما خپل مکتوب بلې ولسوالۍ ته واړوه.

هغه وايي: ” زما يوه سترګه، يو غوږ او نيم سر اوس کار نه کوي او د برات دا ظلم عادت دی.”

حيدري: که قوماندان برات وغواړي، ولسوال ترې د ولسوالۍ مقام ته نه شي ننوتلاى

دغه راز د وازې خوا ولسوالۍ پخواني ولسوال محمد ظاهر حيدري هم پژواک ته وويل چې قوماندان برات په وازې خوا او جاني خيلو ولسوالۍ پر خلکو نه هېردونکي ظلمونه کړي دي.

دى وايي:” دى په جاني خيلو کې هم امنيه قوماندان و، يوځل يې څو مياشتي ولسوال دننه نه ورپريښوده، اوس يې که هم زړه نه وي، ولسوال، ولسوالۍ ته نه پريږدي، هرڅه چې وغواړي هغه کوي.”

د نوموړي د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه کاله وړاندې قوماندان برات د اداري او اخلاقي فساد په تور ونيول شو، پنځه مياشتې بندي و، خو بيا بېرته را خوشی شو او بيا په وازې خوا کې امنيه قوماندان وټاکل شو.

حيدري وايي: ” هېڅ داسې ځاى نه دى پاتې چې موږ ورته شکايت نه وي کړى، خو د چا زور پر نه رسي چې له دندې يې لرې کړي.”

پژواک د وازې خوا د اوسېدونکو د هغې عريضې يوه کاپي هم ترلاسه کړې چې له قوماندان برات خان څخه په کې شکايت شوى او د ظلمونو ډولونه يې په کې ذکر شوي دي.

د واز خوا یو بل قومي مشر د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې قوماندان برات د خضرخیلو د کلي په شخړه کي له یوه لوري سره په ملتیا دوه نفره وویشتل چی یو زخمي او بل ووژل شو، قاتلان اوس هم د ده په سيمه کې ګرځي او ونه نیول شول،  د وازی خوا خلکو دهغه جسد د ولایت ته راوړی وو د ولایتي رهبري له خوا د برات قوماندان د نیولو وعده ورسره شوی وه خو عملی  نه شوه.

د پکتيکا يو لوړپوړي حکومتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د قوماندان برات د نيولو لپاره هڅې روانې دي.

هغه وايي: ” برات د طالب ضد څېره ده، خو د خلکو په لوټلو او ځورولو کې هم سارى نه لري.”

دى زياتوي چې وازې خوا يوه لرې پرته ولسوالۍ ده، څو ځلې يې قوماندان مرکز ښرنې ته غوښتل شوى خو تر اوسه نه دى راغلى.

دی وايي: ” د قوماندان برات د نيولو په اړه د لوې څارنوالي څخه د کورنیوچارو وزارت د داخلي امنیت له ریاست او د جنایي جرمونو په وړاندي د مبارزي له عمومي ریاست څخه مکتوبونه راغلي دي او د پکتیکا ولایت دعسکري څارنوالې ریاست څو څلي د پکتیکا له امنیه قوماندان څخه د قوماندان برات د نيولو غوښتنه رسماً کړې ده خو متاسفانه د پکتیکا د امنیي قومانداني تراوسه هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.”

بل لور ته د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين پژواک ته وويل چې خلک دې د قوماندان برات په اړه ټول شکايتونه له دوى سره شريک کړي، څو دوى يې بررسي کړي.

هغه وايي، که چېرې رښتيا هم دغه ډول شکايتونه حقيقت ولري، نو له نوموړي سره به د قانون په رڼا کې چلند وشي.

د قوماندان برات عکس العمل:

قومندان برات له پژواک سره د واټس اپ له لارې خپل نظر شريک کړ وايي چې شپـږ کاله يې قومانداني وکړه، جاني خېلو، خوشامند، برمل ولسواليو کې امنيه قوماندانۍ و، دغه راز د لويو لارو د ساتنې ټولي کې يې هم دنده ترسره کړې ده.

برات وايي چې په سيمه کې يې ځينې مخالفين شته چې کېداى شي دښمن روزلى وي، دوه درې کسان دي، نور ټول ولس يې ملاتړى  دى.

نوموړي زياته کړه، کومو کسانو چې پر ده شکايتونه کړي هغوى د چرسو کروندګر او کاروباريان دي، اسناد يې هم لري چې ټول يې ورته وسوځول، څو کسان يې و نيول او په قوماندانۍ کې يې بندي هم کړل.

د هغه په وينا، دغو کسانو چې شکايت کړى، په بازار کې يې له دوکاندرانو په زوره غير قانوني پيسې اخيستلې، خو ده پرې بندې کړې اوس يې چې شخصي ګټې خطر کې شوې، شکايتونه يې کړي دي.

برات وايي، د ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې، که چا چرس وکرل له وازې خوا ولسوالۍ شړل کېږي.

د غلام محمد د ټپي کېدو په اړه د ولسوالۍ امنيه قوماندان وويل: “هغه قومي مشر او  زموږ عزيز دى،  يو سرباز ويشتلى و چې بيا مو ونيولو، په دې کې د امنيت ملي مدير لاس لرلو چې د هغوى په همکارۍ وتښتېدلو او امنيت ملي کې پټ شو”

د هغه په وينا، که چېرې هغوى ثبوت لري چې په دې قضیه کې دى لاس لري، نو که دوى څه ثبوت اسناد لري چې دا سړي ده ويشتلی، دی هر ډول جزا او پور ته اماده دی.

نوموړى د سليم د موضوع په اړه وايي چې هغه په تېروتنې سره لګېدلى و، بيا يې په جرګې مرکې هغه موضوع خلاصه کړه، اوس چې څوک شکايت لري، نو له ده سره شخصي مشکل لري.

قوماندان برات وايي: ” دوى هسې بهانه جوړوي او ما تخريبوي، په دې کې د دښمن لاس لري، دښمن نه غواړي زه دلته واوسم. “

ده زياته کړه چې تر اوسه يې ١٦٣ وسله وال طالبان وژلي او هغوى پرې درې څلور ځلې ځانمرګي بريدونه کړي، خو ترې روغ وتلى دى.

هغه وايي چې د ولسوالۍ ټول خلک يې ملاتړ کوي، امنيت يې ټينګ کړى دى او خلک يې د دغو کسانو له ظلمونو خلاص کړى دى.

د نوموړي په وينا، چا چې پرې شکايت کړى نظر محمد نومېږي، غواړي چې د ولسوالۍ قوماندان شي، هغه د چرسو سوداګري هم کوي.

امنيه قوماندان وويل چې د نظر محمد په اړه يې ټول ثبوتونه د ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته سپارلي دي.

برات پژواک ته د چرسو د نيولو، د سوځولو او قومي مشرانو ويډيوګانې او غږونه هم ليږلي چې له ده څخه ملاتړ کوي.

د يادونې ده، وازې خوا د پکتيکا ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې له تېرو لسو کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز ښرنې سره تړلې ده.

Comments
Loading...