خالد: طالبان اوس د نظام د بدلون او پوځ د ړنګولو خبرې نه کوي

0 174

د افغانستان د دفاع وزارت وایي د طالبانو دریځ بدل شوی او هغه پخوانۍ غوښتنې نه لري.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي ډېر ژر به له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو مخامخ خبرې پیل شي.

خالد وایي په افغان حکومت په دې اړه ډېر په احتیاط مخکې ځي او اوسنیو شرایطو ته په کتو به پرېکړه کوي.

خالد چې د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې یې ګډون کړی وايي  که له طالبانو سره د سولې تړون د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې زیانمنوي، دا تړون حکومت ته د منلو نه دی.

اسدالله خالد همدغه راز وویل چې د تېرکال په پرتله د طالبانو دریځ هم ډېر بدل شوی او اوس طالبان د نظام د بدلون او پوځ د ړنګولو خبرې نکوي.

خالد وویل: “خبرې د سولې په لور درومي ، اوس بیخي یوه بله فضاده ، ترکومه چی دی پوهیږي ښایي په یوه اونۍ کې د طالبانو او افغان دولت مستقیمې خبرې پیل شي”.

لویدیځې رسنۍ وایي ښایي په یوه اونۍ کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شي چې له هغه وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل کیږي.

Comments
Loading...