خالد: د بهرنیوځواکونو د وتلو هیڅ اندیښنه مه کوئ

0 42

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو باید هیڅ راز اندېښنه ونه شي.

اسدالله خالد وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونه کولی شي د امنیت ساتنې مسوولیت په ښه بڼه تر سره کړي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې چمتو دي چې په یواځې سر د سله والو مخالفینو په وړاندې ودریږي.

 د ملي دفاع وزارت سرپرست د کوماندو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې په خپلو خبرو کې پردې سربیره له امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې چې خپلو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي هڅه وکړي، او د بهرنیو ځواکونو په وتو اندېښنې ونه کړي.

نن  د ځانګړو عملیاتو څه باندې ۱۱ سوه   منسوبین له مسلکي زدکړو وروسته د امنیتي ځواکونو په لیکو ورګډشول.  د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي د تیرو دوو لسیزو لاس ته ر اوړنو د خوندي توب په شرط په هر راز شرایطو کې له وسلوالو مخالفینو سره خبرو ته چمتو دی.

ځانګړي ځواکونه پنځلس کاله مخکې د افغان امنیتي ځواکونو په اډانه کې جوړ شول. د  وسلوالو مخالفینو په وړاندې د ملي اردو په اویا سلنه عملیاتو کې ځانګړي ځواکونو رول لوبوي او ترټولو لږ مرګ ژوبله وراوړي.

Comments
Loading...