حکومت بهر ته یو شمېر تلونکي ډيپلماټان له هوايي ډګره بېرته راګرځولي

0 352

د بهرنیو چارو وزارت مخکېني وزیر صلاح الدین رباني چې تازه يې څو ډيپلماټا مقرر کړي وو، تېره اوونۍ دندې ته د تللو پر مهال د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې راګرځول شوي  دي.

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی دی چې دا ډیپلماټان د حکومت له لوري راګرځول شوي دي.

بلخوا، ارګ کې یو شمېر سرچینو منلې ده چې بهر ته ددې کسانو د تګ مخنیوی شوی دی.

ارګ تر دې وړاندې ټینګار کړی و چې بهرنیو چارو وزارت کې به جدي اصلاحات راولي.

نیوکې دا دي چې بهرنیو چارو وزارت کې قومي او سمتي مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی چې نوې رهبري باید ددې کار مخنیوی وکړي.

Comments
Loading...