جګړه کې مات شویو طالبانو بغلان کې د سړکونو تخریب ته مخه کړې ده

0 45

جګړه کې مات شویو طالبانو بغلان کې د سړکونو تخریب ته مخه کړې ده

طالب ترهګرو پرون د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالی شهر کهنه مربوطاتو کې هغه عمومي سړک په بمونو الوځولی دی چې د کندز، بدخشان او تخار خلک پرې بغلان، بلخ، کابل، سمنګان، فاریاب، جوزجان او یو شمیر نورو ولایتونو ته تلل.

د بغلان ولایت مقامات خبر ورکوي چې طالبانو په یاد عمومي سړک یو لوی پلچک په ماین الوځولی دی.

مقامات وايي د دی پلچک په ویجاړیدو سره زرګونه عام خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي ي.

د بغلان یو تن اوسیدونکی شمس الرحمن په دې اړه وویل (( درې کسان مې پرون سهار ولیدل چې یو ژیړه بوشکه يي دغه پله لاندې کړه او نیم ساعت وروسته يې ورته چاودنه ورکړه چې سیمه کې شاوخوا ټول کورونو ته هم سخت مالي زیانونه رسیدلي دي.)))

د کندز ولایت یو اوسیدونکی چې میرمن یې ورسره وه او غوښتل يې کابل ته د درمنلې په هدف انتقال کړي د لارې بندیدو له امله له سختو مشکلاتو سره مخ دی او میرمن یې له مرګ سره لاس او ګریوان ده.

د کندز اوسیدونکی محمد قادر وايي (( تاسو باور وکړی په دې لاره یوازې همدا زرګونه عام وګړي کابل او نورو ولایتونو ته ځي ما غوښتل خپله میرمن کابل ته د درملنی لپاره یوسم خو چې کله د بغلان ولایت شهر کهنه ته راورسیدم ومی لیدل چې سلګونه موټر ولاړ دي وړاندې لاړم وینم چې د افغانستان د خلکو دښمنانو یو لوی پلچک په بم الوځولی دی دا کار خو ولاکه نه په اسلام کې وي او نه بل قانون کې ))

د بغلان لپاره د طالبانو نوي ټاکل شوي والي خپلو ترهګرو جنګیالیو ته پیغور ورکړی و چې تاسو خو تیرو اتلسو کلونو کې هیڅ جهاد نه دی کړی که مو جهاد کړی وای نن به دا سړکونه او پلچونه جوړ نه و

طالبانو هر وار دا ادعا کړې ده چې مونږ سړکونو سره کار نه لرو.

دوه هفتې مخکې هم د جوزجا په لوریه لار یو سړک طالبانو په ماین الوځولی و.

Comments
Loading...