جمهوررئیس غني د المان لومړۍ وزیرې سره وکتل

0 51

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د سویس په داووس ښار کې د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د المان له لومړۍ وزیر انګلا مرکل سره وکتل.
په دغه کتنه کې د المان لومړۍ وزیرې د سولې په پروسه کې چې د افغانانو له لوري رهبري او افغانستان په دغه پروسه کې شامل وي، د افغان حکومت له هڅو خپل ملاتړ اعلان کړ.
هغې زیاته کړه، د المان حکومت لېواله دې چې د افغانانو ترمنځ د دیالوګ کوربتوب وکړي او همدا راز د افغانستان د انکشاف او اقتصاد په ځانګړي ډول د تجدید وړ انرژۍ او کانونو څخه د ملاتړ په برخه کې، متعهد دی.
مېرمن مرکل یو ځل بیا افغانستان سره په امنیتي برخه کې د خپل هیواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د جمهوري ریاست ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان چې جمهوررئیس غني پکې مخکښ دی، مبارکي وویله او نوموړی یې المان ته د رسفي سفر په خاطر وروباله.
جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د المان د مرستو او همکاریو د قدردانۍ پر مهال وویل، په یوه مناسب وخت کې به دغه هیواد ته سفر وکړي.

Comments
Loading...