جرمني:د افغان سولې لپاره هرډول همکارۍ ته چمتو یو

0 7

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړى استازى مارکوز پوټزيل وايي، هېواد يې د سولې په بهير كې د افغانستان له حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى. نوموړي دا خبره په ارګ كې له ولسمشر غني سره د ليدنې پر مهال کړې. پوټزيل د بين الافغاني خبرو د اسانتيا برابرولو په برخه کې هم د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړ. بلخوا ولسمشر غني ویلي، چې د افغان حکومت يوازينى هدف د تلپاتې سولې ټينګښت دى او د هر هغه ګام هرکلى کوي، چې افغانان دې هدف ته رسوي.

Comments
Loading...