تېره شپه کاپیسا کې د طالبانو لویه غونډه په نښه شوې

0 62

تېره شپه صفر یو قطعې د تګاب په بدراب دره کې د وسله والو طالبانو یوه خپلمنځي غونډه په نښه کړې او د دوی ۹ قوماندان یې وژلي او تر لسو زیات نور یې ژوندي نیولي دي.

نیول شویو کسانو اعتراف کړی، چې دوی پلان درلود په تګاب، د کابل په سروبي ولسوالۍ او کابل ښار کې لوی بریدونه وکړي او په ژمني جنګي طرحه یې کار کاوه، چې د صفر یو قطعې له لوري په نښه شول.

د هوا په سړېدو سره په وسله والو شپني عملیات هم زیات شوي دي او تېره میاشت د نهو دغو قوماندانو په ګډون شپاړس نور مهم قوماندان وژل شوي دي.

په کلیو او بانډو کې د صفر یو قطعې نوم په وسله والو سخت بد لګېږي او دلیل یې دا دی، چې په اهدافو د دغې ډلګۍ بریدونه ډېر دقیق او ګوزارونه درانه وي. ډېری وخت د دغې قطعې په عملیاتو کې اهداف په ژوره توګه په نښه کېږي او ترې د بچ کېدو چانس خورا ډېر کم وي.

تازه دې ډلګۍ بېګاه شپه ناوختته د تګلاب په بدراب دره کې عملیات کړي او دغلته وسله والو طالبانو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د صفر یو قطعې له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې د تګاب په بدراب دره کې وسله والو غونډه لرله، خو دوی په نښه کړي، ۹ قوماندان یې ورته وژلي او تر لسو زیات یې ژوندي نیولي دي.

نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې: ((په ژمي کې د هوا په سړېدو سره د کمو امکاناتو له وجې جبهه او چریکي جګړه پرمخ وړل موږ ته ستونزمن کېږي، موږ په ژمنۍ جنګي طرحې کار کاوه، چې برید راباندې وشو.))

 په دغو وژل شویو کسانو کې مولوي خوشال ولید خان اغا د بدراب اوسېدونکی، قاري عبدالواحد ولد عبدالعلیم د نوروز خېلو اوسېدونکی او د ۲۰ کسیزې ډلې قوماندان، ګل بشر ولد علام محمد د ګداخېلو اوسېدونکی، ذکرالله ولد طاوس د شاتوري اوسېدونکی، جنت ګل ولد میر صاحب د بدراب قاضیانو اوسېدونکی، غازي ولد نصرالله د اکاخېلو اوسېدونکی، وصیل اغا ولد شاه اغا د بدراب اوسېدونکی، مولوي شیر حسن ولد میر سعید د بدرابو لغماني اوسېدونکی او مولوي وسیع الله ولد حلیکم د تګلاب د بدراب اوسېدونکی شامل دي.

پر دې سربېره په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې تر لسو زیات کسان نیول شوي هم دي.

دا د هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو تر زیاتېدا وروسته په تېره میاشت کې د طالبانو د لسګونه غړو په ګډون ۲۵ مهم قوماندان دي، چې له منځه وړل کېږي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د تګاب په بدراب دره کې د وروستیو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې اوسېدونکي بېګاه شپه د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پخلی کوي.

Comments
Loading...